ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“راتلونکی کال په پوره زیار سره د اوبو په سرچینو کار کوو، تر څو خپلو ښاریانو ته اوبه ورسوو”

د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وايي، چې په راتلونکي کال کې په پوره زیار سره د اوبو په سرچینو کار کوو، تر څو خپلو ښاریانو ته اوبه ورسوو.

نوموړی زیاتوي، چې د قرغې پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه یې هم په چټکۍ سره روان دي. دغه‌راز د پنجشیر د پروژې په تړاو هم هڅې روانې دي.

د کابل ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، چې د اوبو دوامداره سرچینو د نه‌شتون له امله اړ دي، چې هر ورځ د څښاک اوبه وپېري.

دوی زیاتوي؛ د اړتیا وړ اوبه له هغو ټانکرونو ترلاسه کوي، چې بېلابېلو سیمو ته اوبه رسوي؛ خو په ځینې سیمو کې خلک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار باسي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت رییس په کابل ښار کې د نفوس زیاتوالی، د اوبو زیات او بې‌ځایه مصرف، د اوبو د سرچینو نشتوالی او د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا د ځمکې لاندې اوبو د کمښت لاملونه ګڼي او د راتلونکي کال لپاره د اوبو په سرچینو د جدي کار کولو ډاډ ورکوي.

له دې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت هم له پنجشیر او قرغې بند څخه کابل ته د اوبو رسولو د پروژو د چارو د پيل خبر ورکړی وو.