ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: د سالنګونو پر لویه لار بار وړونکو موټرو ته د تګ او راتګ اجازه ورکړل شوه

ټولګټو وزارت وایي، چې د دې وزارت له لوري ملي سوداګرو او درنو هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د یاد وزارت تر امر ثاني پورې د سالنګونو لویې لارې پر اصلي مسیر هر ډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته په نوبتي ډول د تګ او راتګ اجازه ورکړل شوه.

دغه لار د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۰مه نېټه د هر ډول لویو بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې بار وړونکي وسایط کولای شي د یادې لارې له چمتو شوي بدیل مسیر څخه له دواړو خواوو په نورمال ډول په ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې له یوې خوا پر یاده لویه لار کار وکړي او له بلې خوا هېوادال په اسانۍ سره پر دې لویه لار تګ او راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د دوشي – بامیان، ښکاري درې سړک د ترمیم چارې پیل کړي او هڅه کوي د وسایطو د تګ راتګ لپاره یې ژر تر ژره چمتو کړي.