ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اطلاعاتو او کلتور وزير: تاريخي ابدات او کلتوري ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه کندهار ولايت ته د خپل سفر په لړ کې د احمد شاه بابا د کور له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه.

ملا خيرالله خيرخواه د احمد شاه بابا له کور څخه د ليدنې په ترڅ کې تاريخي ابداتو او کلتوري ميراثونو په ساتنه او رغونه ټينګار وکړ او ويې ویل؛ د احمد شاه بابا کور چې د افغانستان له تاريخي ابداتو څخه ګڼل کېږي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانګړې پاملرنې او هڅو په ترڅ کې يې د بیا رغونې کارونه پيل شوي دي، چې دا مهال يې رغنيز کارونه ۹۰ سلنه ترسره شوي او د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره پکې لا هم رغنيزې چارې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، تاريخي ابدات او کلتوري ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټول ملت ګډه دنده او مسولیت دی.