د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ با صلاحیته استازي د ۱۴۴۶هـ. ق کال د حاجیانو لپاره د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرول په موخه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط سره تړون لاسلیک کړ.
په دې تړون کې د افغانستان د ۳۰ زره حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم د مکې مکرمې او مدیني منورې په ښارونو کې د حاجیانو لپاره د عمارو، مشاعرو، تغدیې او ټرانسپورټ ټول اړین او ضروري خدمات شامل دي، چې د سعوي عربستان د حج او عمرې وزارت سره په همغږۍ ترسره کیږي.