ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رسنيزو سرغړونو کمېسیون نوبتي غونډه؛ د خلکو شخصي حریم ته پر درناوي خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حيات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو په معينيت کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حيات الله مهاجر فراهي د تېرې غونډې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه کړې.

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې غونډه کې د رسنیو لخوا د راپور جوړونې په جریان کې د خلکو شخصي حریم ته د درناوي په موخه اړینې پریکړې شوي.

همدارنګه د خبريالانو له لوري پر بعضو رسنیو شوي شکايتونه څېړل شوي او همداراز په شپږو نورو موضوعاتو هم خبرې شوي او په اړه يې اړینې پرېکړې شوې دي.