د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د شیخ محمد خالد الحنفي او یو شمېر مسولینو په شتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په کوربه توب د رسنیو له مسولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
یادې غونډې ته د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، چې اسلامي نظام کې رسنۍ د ټولنې اصلاح، رهبري او د ځوانانو فکري رغښت کې تر بلې هرې وسیلې اغېزمنې دي او د محراب او ممبر حیثیت لري، ځکه چې خلک ترې د بېلګې په توګه ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړې، مسلمانان د ټکنالوژۍ اصلي جوړونکي او بنسټ اېښودونکي دي او تاریخ یې ښکاره بېلګې له ځانه سره لري.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ رسنیو ته په کار ده ترڅو د تل په څېر د خبري اصولو سره سم د اعتدال په پام کې نیولو سره حقایق تر هېوادوالو او نړیوالو ورسوي.
همدرانګه نوموړي د رسنیو پر مسولینو غږ وکړ، چې امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ترسره کول د ټولو ګډه دنده ده، نو راځئ چې د ټولنې اصلاح او مثبت فکري بدلون کې یو موټی شو.
بل خوا د رسنیو مسولینو په خپلو خبرو کې وویل، ورته ناستې شته ستونزو ته د حل لارې موندلو او ښې همغږۍ جوړولو کې مثبته ونډه لري.
هغوی همداراز ټینګار وکړ، چې د رسنیو ملاتړ د مغرضو رسنیو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د نظام پیاوړتیا او د ټولنې مثبت بدلون کې مثبت ثابتېدلی شي.
همداراز یاد مسولینو ډاډ ورکړ، چې د اسلامي اصولو سره سم د ملي او اسلامي ارزښتونو دفاع او ساتنې ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په ترڅ کې د ګډون والو ستونزې، څرګندونې او وړاندیزونه اورېدل شوي او د حل په موخه یې د نظرونه شریک شوي دي.