ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو

د حکومت د رسنیو په مرکز کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او منصور فاتح شرکت تر منځ د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې د ریاست الوزرا له ۶۴ او ۶۴۷ شمېرو احکامو د تعمیل له مخې د یادې پروسې لپاره د ادارو ګډ هیئت وټاکل شو، چې دا پروسه بریالی او نن یې قرارداد لاسلیک کېږي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ملا بخت الرحمن شرافت ویلي، چې پخوانی قرارداد د هېواد په زیان وو، ځکه چې قراردادي شرکت ته په کلني ډول د ۱۵ میلیونه ډالرو شاوخوا پیسې ورکول کېدې او د اوسني قرارداد له مخې به نوي قراردادي ته د کال ۴ میلیونه شاوخوا امریکایي ډالر ورکول کیږي او په ۲ کالو کې به خپل ټول ظرفیت افغاني انجنیرانو ته لېږدوي.

د منصور فاتح شرکت معاون بیسن بای مخانوف ویلي؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره نوي تاسیس شوې او هڅه کوو چې افغاني انجنیرانو ته په لوړ ظرفیت روزنه ورکړو، تر څو له دوو کلنو وروسته د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې خپله ترسره کړي.

په پای کې یاد تړون چې میاشتنی لګښت یې ۳۴۸۹۸۶ امریکایي ډالر دي او موده یې ۲ کاله ده، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست او د منصور فاتح شرکت د معاون له لوري لاسلیک او د چارو ادارې له لوري د تسهیل کوونکي په توګه هم لاسلیک شو.

له دې تړون سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ چارو مدیریت پروسه ټوله افغاني شوه او قراردادي شرکت یوازې په تخنیکي برخه کې چې د لوکوموتیونو او یو شمېر تخنیکي متخصصینو برابرول دي، خدمتونه وړاندې کوي.

دا تړون د افغانستان لپاره ډیرې ګټې لري، چې له ډلې یې د تړون د لګښت خورا ډیر کموالی، د خدمتونو د وړاندې کولو زیاتوالی، افغاني کادرونو ته د ظرفیت لېږد او هغوی ته د عملي کار فرصت برابرول او په ټوله کې د پروسې د مدیریت افغاني کېدل یادولای شو.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د حیرتان-مزارشریف د انتقالاتو، ساتنې او مراقبت قرارداد له ۱۱ کلنو راهیسې له یوې ازبکستاني کمپنۍ سره وو، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دوامدارو هڅو او سخت کار او د اسلامي امارت د رهبري په ځانګړي ملاتړ د یادې پروژې چارې افغاني شوې او نوی قراردادي شرکت یوازې لوکوموتیونه او یو شمېر تخنیکي متخصصین د ادارې په اختیار کې ورکوي.