ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د امیر علی شیرنوايي او ظهیرالدین بابر د فرهنګي او علمي هڅو په یاد غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په کابل کې د اوزبیکستان سفارت په ملاتړ د امیر علي شیر نوایي او ظهیرالدین بابر د علمي او فرهنګي هڅو په یاد غونډه شوې.

د یاد وزارت په وینا، په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزرات د هنر او کلتور مرستیال، مولوي عتیق‌الله عزیزي ترڅنګ په کابل کې د اوزبیکستان سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف، ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډې ته د وينا پر مهال عتیق‌الله عزیزي وویل:« د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ګډ فرهنګي او علمي میراث خورا غني او ژور دی، دواړه هیوادونه د اسلامي تمدن په زوړ عصر کې د علم، ادب، فلسفې او هنر په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.»

نوموړي زیاته کړې:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو د یوې مهمې برخې په توګه، د امیر علی شیر نوایي او ظهیرالدین بابر په څېر ستر شخصیتونو د فرهنګونو په پراختیا کې مهم رول درلود.»

د ښاغلي عزیزي وینا:« د افغانستان او اوزبیکستان مشترکات د شعر، ادب، او فلسفې په برخو کې نه یوازې له تېر څخه تر نن ورځې پورې پياوړي پاتې شوي، بلکې په اوسني دور کې يې هم د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته کړې ده.»

د هنر او کلتور مرستیال ویلي:« د یادو شخصیتونو میراث ته په پام سره د دې فرهنګي اړیکو تقویت او د علمي لاسته راوړنو، ادبياتو، او تاریخي ارزښتونو د پیاوړي کولو لپاره به نور هم کار کوو.»

همدا راز په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، ښاغلي ایبک عثمانوف وویلي، چې هېواد یې د تاریخي او فرهنګي اړیکو له مخې د افغانستان سره په دې برخه کې ژورې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د مشترک فرهنګي میراث ساتنې او پراختیا ته به ځانګړې پاملرنه کوي.  

په غونډه کې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو هم د دې دواړو شخصیتونو د علمي او فرهنګي کړنو په تړاو مقالې ولوستې.