د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه له زیارت څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ویلي؛ د دې ولایت یو شمېر فرهنګي، کلتوري او تاریخي سیمې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغهراز نوموړي غوښتنه کړې، چې د بودیجې په ځانګړي کولو سره دې اطلاعاتو او کلتور وزارت د بغلان د لرغونو ځایونو بیا احیا او رغونې ته کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه روح ته د دعا کولو ترڅنګ په خپلو خبرو کې ویلي؛ په بغلان ولایت کې د کلتوري، تاریخي او فرهنګي سيمو بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې ژمنتیا شتون لري ترڅو د هر ولایت تاریخي قدامت او د لرغونو ځایونو ارزښت ته په کتو بېرته په پخواني ډول زیانمن شوي ګلتوري زیانونه جوړ او د لمنځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.