ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو اوکلتور وزیر: د افغانانو سرښندنې دې په بې پرې بڼه د تاریخ حافظې ته وسپارل شي

د اطلاعاتو او کلتووزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست له لوري د جهادي موزیم، ارشیف او کتابتون پرانیستل شول.

د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د کلتور او مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد، د مرکزي ریاستونو رییسانو، خبریالانو او د رسنیو مسولینو ګډون کړی وو.

په پيل کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست رییس مولوي ذبيح الله نوراني د دې رياست د تېرو درېیو مياشتو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات شريک کړل.

مولوي ذبيح الله نوراني وایي؛ په تېره يوه پېړۍ کې پر افغانستان درېیو سترو امپراتوريو یرغلونه کړي، خو د افغانانو په فداکارۍ سره یې ماتې خوړلې.

دغه‌راز نوموړي د جهادي اثارو، د مجاهدینو د سوانحو او د جهادي تاریخ په راټولولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ په همدې موخه ولايتونو کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې امريتونه او مديريتونه جوړ شوي دي او نوموړي په دې برخه کې له ټولو مجاهدینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د غونډې ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل؛ د دې وزارت مسولین په پوره عزم او اراده هڅه کوي، ترڅو د شهیدانو سوانح، د هغوی قربانۍ او د تېرو ۲۰ کلونو جهاد او د روسانو او انګرېزانو په وړاندې د افغانانو د مبارزې تاریخ راټول کړي.

 نوموړي زیاته کړه؛ د شهیدانو یاد ژوندی ساتل د ټولو ګډ مسولیت دی، په سوانحو لیکلو کې باید صداقت او امانتداري په پام کې ونیول شي، حقايق بايد په هغه بڼه وليکل شي، په کوم ډول چې رامنځته شوي، تر څو د شهیدانو وینو سره خیانت ونه شي، د اسلامي امارت رهبري په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

ملا خیرالله خیرخواه وویل، د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو جهادي مزل او سرښندنې دې په بې پرې بڼه د تاریخ حافظې ته وسپارل شي.

په ورته مهال د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې وویل؛ ۲۰ کاله وړاندې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې د پوځي، اقتصادي او فکري اشغال لاندې راوست، خو د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په قربانیو سره يې ماته وخوړه، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست هڅه کوي، چې د بګرام، پلچرخي او ولایتونو د زندانونو مستندات، د شهیدانو سوانح او د هغوی قربانۍ راټولې او راتلونکو نسلونو ته یې د تاريخي میراث په ډول پرېږدي.

نوموړي له مجاهدينو وغوښتل، چې خپل جهادي آثار دې رياست ته وسپاري، تر څو په خوندي ډول وساتل شي، همدا راز يې له ليکوالانو، اديبانو او څېړونکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل؛ مجاهدینو د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره د جهاد ډګر ګرم ساتلی وو، اوس بايد موږ د هغوی د تاریخ او سوانحو په راټولولو او خوندي کولو کې خپله ونډه ادا کړو.

د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد هم ټینګار وکړ، چې د مجاهدینو د تاریخ او قربانیو ثبتول یو دیني او ملي مسولیت دی، تر څو راتلونکي نسلونه او د نړۍ مسلمانان د افغانانو د قربانیو او د اشغالګرو د ظلمونو او ماتې څخه خبر شي.

د غونډې په اوږدو کې نورو ویناوالو د جهادي فکر پر پراخوالي ټينګار وکړ او زیاته ېې کړه، چې هر قلموال دې د جهادي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره دې ریاست سره مرسته وکړي.

د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست د روان کال د لیندۍ په څلورمه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې فعالیت پیل کړ، چې اصلي موخه یې د جهادي ارزښتونو ساتنه او پالنه ده.