د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي په مشرۍ د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي غونډه کړې.
په دې غونډه کې د سرپل ولایت، چې د شپږ څلورلارو د نومونو د تغیرغوښتنه کړې وه د کمېسیون غړو د ولایت مقام د غوښتنې پر اساس پرېکړه شوې، چې د الماس څلورلارې د کلتور په نوم، د امور زنان څلورلارې د استقلال په نوم، د افردي څلورلارې د مطبوعاتو په نوم، د نظرګاه څلورلارې د وحدت په نوم ونومول شول.
همدا راز په ناسته کې د کندوز ولایت د عیدي زاده د ښارګوټې د مالک په غوښتنه د یاد ښارګوټي نوم د امام بخاري رح په اړه د کمېسیون غړو پریکړه کړې، چې که چیري د یاد ښارګوټي د حقوقي، املاکي او استملاکي اسنادونو کې ستونزه نه پیدا کیږي د عیدي زاده ښارګوټي څخه د امام بخاري رحمه الله په نوم تاییده ده.
دغهراز په غونډه کې د یادو ولایتونو سربېره د کابل او بدخشان خلکو پر عرض پاڼو هم نظرونه وړاندې شوي دي.