د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ مولوي عطاالله عمري د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر وکړ، ترڅو د قوشتپې کانال د کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړي او وضعیت یې و ارزوي.
دا سفر د قوشتپې کانال د کاري بهیر، ستونزو، حللارو او د کانال د لومړۍ او دویم فاز د پرمختګ د څارنې لپاره ترسره شو.
د دې سفر په ترڅې کې، یاد پلاوی پلاوي د کانال له بېلابېلو سیمو، څېړنیز کمپلکس، صنعتي پارک، د کانال سربند، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د صفر نقطې، او د کانال له نورو اړوندو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې له وزیر سره په دې سفر کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، عبدالرحمن عطاش، د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ لوی رییس محمد نعمان، د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو تنظیم رییس د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ استازی خال محمد احمدزی، د چارو ادارې د زېربنا او ملي اقتصاد رییس شمس الرحمن اوریاخېل او د تخنیکي کمېټې نور غړي ملتیا کوله.
د دې سفر پر مهال د کرنې وزیر د بلخ، جوزجان او فاریاب د والیانو او یو شمېر محلي مسولینو سره هم لیدنه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د قوشتپې کانال د پروژې په ښه تطبیق کې همکاري وکړي.
همداراز، د دغو درېیو ولایتونو د کرنې رییسانو هم د کرنې وزیر سره په دې سفر کې ملتیا کوله.
دا سفر د قوشتپې کانال د ستونزو، حللارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره ترسره شو، ترڅو د دې سترې پروژې د عملي کېدو بهیر چټک شي.