د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هرات په اختیارالدین کلا کې د خطاطۍ او خوشنویسۍ دایمي نندارتون پرانېستل شو
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي، دا نندارتون د اسلامي خطوطو د ارزښت او مقام د ساتنې په موخه جوړ شوی دی.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي ویلي؛ د خطاطۍ د هنر د ژوندي ساتلو او پراختیا لپاره هڅې دوام لري، د اختیارالدین کلا په څېر تاریخي او سیاحتي ځای کې د دې نندارتون جوړېدل کولی شي، د هرات د خطاطۍ هنر نړیوالو ته وروپېژني.
د هرات د خطاطانو ټولنې مسولین وايي، په دې نندارتون کې د خطاطۍ ۴۰ ښکلي اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د تیموري عصر په دوران کې خطاطي او خوشنویسي د هرات د هنري مکتب د سمبول په توګه پېژندل کېده.