ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د څه باندې دوه میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېرو لسو میاشتو کې ایران ته له افغانستان څخه د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې صادر شوي دي.

د دې وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، له ایران څخه افغانستان ته واردات د دوه میلیارده او ۶۹۲ میلونه ډالرو په ارزښت شوي دي.

له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.

یاده خونه زیاتوي؛ ایران د افغانستان لوی سوداګریز شریک دی، دوی دغه راز د ترانزیيي لویو لارو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

بلخوا بیا اقتصادي کارپوهان د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو زیاتوالی ګټور بولي او وایي، چې له ایران او ګاونډیو هېوادونو څخه د سوداګریزو توکو واردات په بازارونو کې پر بیو هم اغیز لرونکې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د دوغارون ګمرک مدیر ویلي چې د روان کال په لسو میاشتو کې د تېر کال په ورته موده کې د سوداګریزو او ترانزیتي توکو د راکړې ورکړې کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.