د ټولګټو وزارت وایي، د کب/ حوت مياشتې له لسمې تر ۱۶مې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۵ زره او ۷۱۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزرت زیات کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۶ زره او ۶۲۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې دوه زره او ۳۰۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۱۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې څلور زره او ۷۶ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۵ زره او ۷۱۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تېره اوونۍ کې دوه زره او ۳۹۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.
د یاد وزارت وايي؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
دغهراز د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه برابر کړي.