د پنجشیر ولایت د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته د یاد ولایت د اته ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو په ګډون چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې جوړه شوه.
په لومړي سر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر څرګنده کړې، چې د یاد وزارت له پروګرامونو څخه یو دا دی چې د تشبثاتو سکتور لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او خاصو سیمو د برابرولو له لارې خلکو ته د کارزمینه برابره کړي، ترڅو له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
وروسته د پنجشیر ولایت د خلکو استازو خپلې ستونزې د فقر او بېوزلۍ، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د نشتوالي، د کانالیزاسیون نه شتون، طبیعي پېښې، د پنجشیر سیند د اوبو پورته کېدو په موسم کې د خلکو د کرهنیزو ځمکو تخریب، د معیاري برېښنا نه شتون، په ولسوالیو کې د مناسب سړک او د څښلو د پاکو اوبو نه شتون په توګه یادې کړې او مالداري، د چرګو ساتنه، باغداري، د مچیو ساتنه، د سړو خونو جوړول، د کبانو نیونه او پالنه، سیاحت او لاسي صنایع یې د هغه فرصتونو په توګه یاد کړي، چې په پنجشیر ولایت کې شته دي.
د ملي او نړیوالو موسسو مسولینو د دغه ناستې له برابرولو او د پروژو په پلي کولو کې یې له موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکارۍ مننه کړې، پنجشیر ولایت کې یې د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې چې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو لپاره او د یادو ستونزو د لیري کولو لپاره به هڅه کوي.

په پای کې نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د پراختیا او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ غونډې به د نورو لږ پرمختللیو ولایتونو له استازیو سره هم دوام مومي.
د نوموړي په وینا؛ د سوداګرۍ او تشبثاتو په برخه کې فعالیت، د نغدي او غیر نغدي مرستو په پرتله یو بنسټیز کار دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له فعالیت څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د تشبثاتو په سکتور کې شا او خوا ۱۲۲ څانګې شته چې د موسسو مسولین کولی شي د هر ولایت د خلکو د اړتیا پر بنسټ، هلته خپل پروګرامونه پلي کړي.