ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو بیا پیل؛ فرانسی، المان او برېتانيا د سملاسي اوربند لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې

د فرانسې، المان او برېېانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره د خبرو اترو د بېرته پيل غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسرائیل باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې سمدستي غزې ته ورسول شي.

په یاده اعلامیه کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی او له اسرئیلو غوښتنه شوې، چې د نړیوالو بشري قوانینو له‌مخې دې اوبو، برېښنا او روغتیایي خدماتو ته د غزې د خلکو لاسرسی تضمین کړي.

غزه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځه اوربند د جنوري پر ۱۹مه پیل شو، خو له پای ته رسېدو وروسته یې لا هم د دویم پړاو خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د لومړي پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام وکړ، له پای ته رسېدو وروسته اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي، چې سلګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې یې غزې ته د بشري مرستو ټولې لارې بندې کړې او برېښنا یې هم پرې کړې ده.

پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له بیا بيل وروسته په یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطیني ماشومان او له ۱۱۰ ډېرې ښځې شهیدانې شوې دي.

د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه تړانګه کې د اوربند هوکړې له ماتولو او بیا بریدونو پیلولو وروسته نږدې ۶۰۰ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۹ زره او ۶۱۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۹۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.