ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

دا ناسته او خبرې د دواړو هېوادو تر مینځ د شته سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو د څېړنې او د دواړو هېوادو تر منځ پر اقتصادي اړیکو د سیاسي تاوتریخوالي د اغېزو مخنیوي او د بنسټیزو اقتصادي ستونزو د حل په موخه شوې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو منظمو ناستو پر اهمیت، د سوداګریزو اړیکو پر عادي کولو، د ترجیحي سوداګرۍ یا (PTA) د هوکړه لیک پر نهایي کولو، د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداکریز تړون (APTTA) په اړه د ستونزو پر حل ټینګار شوی.

همدارنګه افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي پر سفرونو، پر شته سوداګریزو ستونزو، د افغانستان پر فصلي او موسمي اړتیاوو او د افغانستان پر اقتصادي ودې هم خبرې اترې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په تېره بیا د سوداګرۍ په اړخ کې رغنده او مثبت ګام شمېرل کېږي.

نوموړي د وارداتو او صادراتو په برخه کې د خنډونو لیري کولو لپاره پر متقابلې همکارۍ ټینګار کړی او راتلونکی کرنیز فصل یې د دواړو هېوادونو تر مینځ د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره ښه فرصت ګڼلی دی.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو خبرو اترو پر دوام او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو راپیدا کولو لپاره د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار کړی دی.