د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نللیکي د غځېدو چارې نږدې بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت چارواکي وايي، چې د دې پروژې لپاره ۶۰۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او چارې یې د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د افغان ګاز امارتي شرکت له لوري پلې کېږي.
دغه نللیکه چې شاوخوا ۹۴.۵ کیلو مټره اوږدوالی لري د ویلډینګ کارۍ چارې یې بشپړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ د دې نللیکې د چارو په پشپړېدو سره به په هر ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ میلیونه متره مکعب ګاز د مزار شریف ښاریانو او فابریکو ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده، اوسمهال د هېواد په ګڼو کانونو کې د اسختراج او بېلابېلو پروژو چارې روانې دي، چې زرګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره شوې ده.