ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا حمدالله فطرت: په ۱۴۰۳ کال کې ۴۱۰ چک‌ډیمونه او څلور د اوبو ستر بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د افغانستان اسلامي امارت مرسیتال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې د اوبو مدیریت او کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه کې ۴۱۰ چک‌ډیمونه او څلور د اوبو ستر بندونه جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

که څه هم چې هېواد کې د وچکالۍ څپو او د بارانونو او واورو کمښت په ځینې سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه کړې او په کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ یې هم اغیز کړی دی. خو د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مدیریت او وچکالۍ سره مبارزې په موخه د کرنې، اوبو او انرژۍ او کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو له لارې ۴۱۰ چک‌ډیمونو او د اوبو د څلورو لویو بندونو چارې بشپړې کړې دي.

یو شمېر کروندګر د اسلامي امارت له لوري د اوبو مدیریت په موخه د چک‌ډیمونو جوړول ګټور بولي او وايي، چې په دې چک‌ډیمونو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او کرنه او مالداري به هم وده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېر ژمی د هېواد په ډېری ولایتونو کې د نورو کلونو په پرتله د ورښتونو کچه لوړه وه، چې بڼوال او بزګران یې ابادۍ او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ښه حاصل ته هیله‌من کړي.