ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰.۷ میلیارده افغانیو په پانګونې د برېښنا د تولید او لېږد پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا تولید د ۷ او د برېښنا انتقال د درېیو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي، چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي.

د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي، چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.