د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې کتنه کې ښاغلي خیرخواه د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو کلتوري او تاریخي ارزښتونو یادونه کړې او کلتور یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
نوموړي د کلتوري نندارتونونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی فعالیتونو پر تنظیمولو ټینګار وکړ، ترڅو د سیاحت صنعت ته وده ورکړل شي.
د ښاغلي خیرخواه په وینا، اوس د کلتوري تعاملاتو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.
ورته مهال، علیرضا بیکدلي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللی او ویلی یې دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.
په پای کې دواړو لورو د اصیل کلتور د معرفي کولو او کلتوري همکاریو د پیاوړتیا ژمنه وکړې.