ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر: پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی، په غزه کې د صهیونیستي رژیم له ظلمونو سره ورته دی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وايي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی، په غزه کې د صهیونیستي رژیم له ظلمونو سره ورته دی.

افغان کډوالو له تېرو څو لسیزو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې د سکون او ارام ساه نه ده اخیستې.

پاکستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې له افغان کډوالو سره د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف عمل کړی او سلګونه زره افغانان يې په جبري ډول ایستلي دي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې پاکستان تل له افغان کډوالو سره د نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو خلاف چلند کړی او کوم ظلمونه چې په دې هېواد کې له افغانانو سره کیږي، پر غزه د صهیونیسټي رژیم ظلمونو ته ورته دي.

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستان غږ کړی و، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ باید ودرول شي؛ خو پاکستاني پولیسو له دې سره-سره په جبري ډول افغان کډوال له کورونو ایستلي، د بشري حقونو خلاف چلند یې ورسره کړی او له هېڅ ډول زیاتي څخه یې ډډه نه ده کړې.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ کوي، چې اسلامي امارت په کور د ننه ټولو بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د پانګونې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې او دوی باید د افغاني غرور له مخې په خپله خوښه هېواد ته راستانه او د هېواد په بیا رغولو کې ونډه واخلي.

که څه هم له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېرې زرګونو کسانو ته رسېږي، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي، چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونېو کې له پاکستان څخه ۹۷۴ کورنۍ، چې د افرادو شمېر يي ۴ زره او ۷۵۹ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستنې شوې او د اسلامي امارت له لوری د نغدي، غیرې نغدي او خوراکي توکو مرستې ورسره شوې دي.