د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شنبه د ایسټر پر مهال ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ، چې اوس یې موده پای ته رسېدلې.
ښاغلي پوتین د شنبې په ورځ ویلي وو، خپلو ځواکونو ته یې په اوکراین کې د پوځي فعالیتونو د درولو امر کړی او دا ۳۰ د ایسټر اوربند به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.
نوموړي د هر ډول شونې سرغړونې پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړی و.
روسیې او اوکراین یو بل د یاد لنډمهاله اوربند په ماتولو او سرغړونه تورن کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلینسکي ویلي، چې روسي ځواکونو د یکشنبې له پیل راهیسې نږدې درې زره ځله اوربند مات کړی.
د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، چې د اوکراین له لوري یې د بریدونو مخنیوی کړی او کیېف یې د سلګونه ډرونونو او توغندیو په توغولو تورن کړی.
سربېره پر دې دواړو لوریو تېره شنبه د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ډېر بندیان تبادله کړي.
رویټرز وايي، چې په دې تبادله کې روسیې او اوکراین له ۵۰۰ ډېر بندیان تبادله کړي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې ۲۴۶ سرتیري یې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې څخه بېرته خپلې خاروې ته راګرځېدلي.
ورته مهاله د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي هم د روسیې له بنده د خپلو ۲۷۷ سرتیرو د ازادېدو خبر ورکړی دی.