ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې دقیق ارقام هېواد کې د پراختیايي پروګرامونو بنسټ ګڼل کېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له پلاوي سره لېدنه کړې.

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار، ورسره پلاوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي اسټیفن رادریکز او د دې پروګرام مرستیالې اغلې سورایو بوزوروکووا ګډون درلود، چې د افغانستان د عاید، لګښت، کاري ځواک سروې او نورو اړوندو برخو کې د همکاریو په تړاو خبرې اترې وشوې.

 د احصایې او معلوماتو ملې ادارې عمومي رییس په هېواد کې د احصایې ارزښت په اړه خبرې کړي او ټېنګار یې کړی، چې کره او دقیق ارقام د هېوادونو په پرمختګ کې مهمه ونډه لري.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ویلي، احصاییوي ارقام په هر هېواد کې د پراختیايي پروګرامونو بنسټ ګڼل کېږي.

غونډه کې په عاید، لګښت او کاري ځواک سروې د ترسره کېدو پر ارزښت، کاري بهیر او نورو اړوندو جزیاتو خبرې شوي.