ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د شینوارو هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو د کډوالو چارو له وزیر او ددې وزارت له کارکوونکو څخه مننه کړې، چې د راستنېدونکو بې وزلو او بې‌وسه کډوالو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې، د ستونزو د حل لپاره یې لازم اقدامات کړي او د خدماتو بهیر یې په ښه ډول مدیریت کړی دی.

قومي مشرانو ویلي؛ د شینوارو ولسونه، په ځانګړې توګه د هسکې مېنې ولسوالۍ خلک، د اسلامي امارت کلک ملاتړ کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي، څو د دوی په خاوره یا د تورخم په سیمه کې شخصي یا سیاسي پروژې پلي کړي او یا له دې سیمو څخه ناوړه استفاده وکړي.

یادو مشرانو د خپلو یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو شریکولو ترڅنګ، د کډوالو چارو له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د قومي مشرانو له راتګ او ملاتړ څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت یوه مهمه وجیبه ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت مسولین د افغانانو پر مخ خپلې دروازې نه تړي، بلکې د ولس خدمت او د هغوی له حقوقو څخه دفاع خپل ديني، ملي او انساني مسوولیت ګڼي.

په پای کې نوموړي ژمنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو د ژوند د ښه والي لپاره به خپلې هڅې لا پراخې کړي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.