د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کړ.
همداراز مولوي امیر خان متقي له روسیې مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد ته یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
ښاغلي کابلوف زیاته کړه، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمېسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.