ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې نوی ښارګوټی پرانیست

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسولینو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغان کډوال په بشپړ نه زغمونکي وضعیت او اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه رایستل کېږي، اما د اسلامي امارت مشران او مسولین شپه او ورځ کوښښ کوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته په هېواد کې د باعزته او ارام ژوند زمینه برابره او هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ګاونډیتوب او بین المللي اصولو خلاف عمل یاد کړی دی.

دغه‌راز نوموړي له ټولو مرستندویو بنسټونو او په کور دننه او بهر کې له ملي سوداګرو غوښتي، چې تر خپلې وسې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا ښارګوټی د جلال الدین محمد بلخي په نوم درې زره او ۱۰۰ جریبه مساحت لري او ټولې اړتیاوې لکه جومات، ښوونځی او روغتون پکې په پام کې نیول شوي او هغو کډوالو ته چې د عالي کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي، ځمکې وېشل کېږي.