د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د متحده عرب اماراتو لپاره د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو پر وضیعت، د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب په څرنګوالي خبرې شوې دي.
شیخ کلیم الرحمان فاني په خپلو خبرو کې د کډوالو د ستونزو او ورته د چمتو شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي د ستونزو د حل لپاره سیمهییزه همکاري اړینه بللې.
په اماراتو کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړی، چې د کډوالو د وضیعت ښه کولو او د نړیوالو مرستندویه ادارو د ملاتړ جلبولو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې لا ګړندۍ کړي.