ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان د تورغونډۍ–هرات په اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي

د ټولګټو وزیر ملامحمدعیسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال ژومانګارين سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورټي او لوجستيکي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پر جوړونې خبرې شوې دي.

لیدنه کې ژومانګارين ویلي، چې هېواد یې غواړي د تورغونډۍ-هرات په اوسپنې پټلۍ ۵۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه وکړي او په هرات کې يو معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړ کړي.

نوموړي افغانستان په سيمه کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او زیاته کړې یې ده، چې قزاقستاني شرکتونه لېواله دي چې په بېلابېلو سکټورونو افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت غواړي بېلابېلو برخو کې له قزاقستان سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

په پای کې د دوه اړخيزو سوداګریزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا ټینګار شوی او پرېکړ شوې، چې په همدې موخه به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تخنيکي کمېټه ناسته وکړي.