ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک لوی رییس: د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کاري چوکاټ جوړ شوی

د افغانستان بانک لوی رییس نوراحمد اغا د صرافانو ټولنې له رییس بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ستونزې اورېدو سربېره د اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ثبات او په اړوندو نورو مسایلو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک لوی رییس ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو په غیربانکي سکتور کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ستونزو ته د افغانستان بانک د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې رسېدنه وکړي.

همداراز نوموړي هېوادوالو ته د معیاري او خوندي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له صرافانو څخه یې غوښتي، چې د افغانستان بانک د مقرراتو په رڼا کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور احمد اغا زیاته کړې؛ د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو او په هېواد کې د پيسو وینځلو او د اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه یې کاري چوکاټ رامنځته کړی دی، چې تر دې دمه په ګټور ډول پلی شوی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

لیدنه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او د افغانستان بانک د لارښوونو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.