د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ميدان وردګو ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر امین الله اخوندزاده په مشرۍ، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د علي او قزلباش خېلونو ترمنځ دوه کلنه شخړه د ځایي چارواکو، مخورو او علماوو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې شخړه کې دواړو خواوو یو بل ته د استوګنې کورونه سوځولي وو او د درنو مالي زیانونو ترڅنګ یې ژورې ناندرۍ درلودې.
مصلحینو لومړی موضوع وڅېړله او بیا یې د شریعت په رڼا کې پرېکړه وکړه، چې له مخې یې دواړه لوري سره پخلا شول.
همدارنګه د جرګې مشرانو زیانمنو خواوو ته روښانه کړې، چې شخړې او جنګونه هیڅ ګټه نه لري او کولی شي نور زیانونه هم واړوي.
په ورته مهال ښکېلو خواوو د ځایي چارواکو، په ځانګړي توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له هڅو مننه کړې او د موضوع پر حل یې خوښي څرګنده کړې ده.