د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ عنوانه قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا له توشيح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي دي.
د عدلیې وزارت وايي؛ په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.
همداراز یاد وزارت په دې موده کې څلور طرزالعملونه، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او هدایتونه له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.
د عدلیې وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، طرزالعملونه او لایحې پهکې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفې فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، د دغو تقنیني سندونو کار له عدلیې وزارت څخه بشپړ شوي او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.
په تقنیني سندونوکې د پولیسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د معدنونو قانون، د زندانیانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپیریال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنیني سندونه شامل دي.