د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د جوزجان مرستیال والي مولوي نورالدین عمیر او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې یاد ښارګوټی پرانیست.
د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.
نوموړي له ملي سوداګرو، ټولو هغو هېوادوالو چې مالي توانایي لري او د اسلامي هېوادونو له خیریه بنسټونو او موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل کېږي تر خپله وسه مرسته وکړي.
هېره دې نه وي، چې دا ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي، کوم چې به مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شي.