ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې له لوري د اوبو چارو تنظیم په اړه ټاکل شوي پلاوي غونډه وکړه

غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ماليې، انرژۍ او اوبو او د ښار او کور جوړولو وزارتونو سرپرستانو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو د بيارغاونې او پراختيا او اقتصاد وزارتونو مرستيالانو او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال، د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکت ریيس او د يادو ادارو د تخنيکي او مسلکي ټيمونو په ګډون ترسره شوې.

غونډه په هېواد کې د اوبو چارو تنظیم او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي، کابل ښار ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې تطبيق، د لګښتونو ارزونې او ظرفيت، د اوبو منابعو، بندونو، کانالونو او کرنيزې پراختيا په برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ، د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارتونو او د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکت ترمنځ د وظيفوي مداخلې په لمنځه وړلو؛ موضوعاتو خبرې شوي.

همداراز په دې غونډه کې د اوبو کموالي پوره کولو لپاره د هېواد په ولايتونو او ولسواليو کې د چک ډيمونو جوړولو په اړه بحث او هر اړخيزې ارزونې شوي او په اړه یې لازم تصميمونه نیول شوي دي.