ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران په بندر عباس کې زوروره چاودنه شوې

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د بندر عباس په رجايي بندر کې زوروره چاودنه شوې ده.

دا چاودنه د سون‌توکو په یوه زېرمه کې شوې، چې علت یې معلوم نه دی او وروسته اور هم لګېدلی دی.

ځايي مسولینو ویلي، چې ټپیان یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي، خو د نورو تلفاتو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تر اوسه ۱۱۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي. ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او د پلټنې او ژغورنې چارې لا هم جریان لري.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د پېښې له ځایه غټ تور لوګي پورته کېږي. دغه‌راز زیانمنې ودانۍ او موټرونه هم لیدل کېږي.