ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهر مېشتي افغان شخصیتونه: اسلامي امارت ثابته کړې، چې د شریعت د پلي کولو تر څنګ د هېواد پرمختګ او خپلواکۍ ته ژمن دي

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي پخپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له ۱۵ کسیزه پلاوي سره لیدنه کړې او په ګډه همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.

په پيل کې شیخ محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د اسلام مبارک دین اساسي موخه د انسان د بنده‌ګۍ له زنځیرونو څخه د بشریت خلاصون دی.

ښاغلي الحنفي د یاد وزارت په لاسته راوړنو او کړنلارو مفصلې خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په ټولنه کې د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو لپاره په لویه کچه هڅې روانې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د خویندو او عامو وګړو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب په پار د یاد وزارت په هڅو د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۲۵ زره خویندو ته میراث ورکړل شوی او د ګڼ شمېر نورو ناوړه دودونو مخنیوی شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر په وینا، افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو هېوادونو فکري او فزیکې جګړې ښکار و، خو نن مسولین د خلکو، دیني علماوو او مشرانو سره په مشوره او همغږۍ د نظام چارې مخته وړي.

شیخ محمد خالد الحنفي له دې پلاوي غوښتي، تر څو د خپل دیني مسولیت له مخې د اسلامي نظام مثبت انځور او پیغام تر نړیوالو ورسوي او د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.

یاد پلاوي په جوړه شوې ناسته خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، موږ د محتسبینو له کړنو خوښ یو او تر اوسه مو هېڅ داسې پېښه نه ده لیدلې، چې د محتسبینو له لوري زور، جبر یا غیرې اسلامي چلند پکې شوی وي.

دوی زیاته کړې، چې تل یې هڅه کړې، تر څو له هېواده بهر د ناستو او لیدنو له لارې په افغانستان کې شته حقایق او مثبت بدلونونه تر نړیوالو او جلا وطنه افغان وکړو ورسوي.

هغوی ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې ثابته کړې، چې د اسلامي شریعت د پلي کولو ترڅنګ د هېواد ابادۍ، پرمختګ، خپلواکۍ او پر ځان بساینې ته ژمنتیا لري.

دوی ویلي، چې افغان ولس نور د بهرنیو هېوادونو له سیاسي او نظامي لاسوهنې ستړی دی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغان ولس او اسلامي امارت د غږ پیاوړتیا او شته حقایقو انعکاس کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

سربېره پر دې په دې ناسته کې د اسلامي شريعت پر تطبیق، مشروع نړیوال تعامل، له افغان ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د خلکو د شکایتونو اورېدلو، د افغان وکړو د شرعي حقوقو خونديتوب، د ناوړه دودونو مخنیوي او پر ګډه همکارۍ مفصلې خبرې شوې دي.