د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت د مرکز او مختلفو ولسوالیو علماوو، مشایخو، مجاهدینو، متنفذینو او مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني او د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي هم شتون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام پیاوړتیا، د یووالي ساتل، په ټولنه کې د علماوو او مجاهدینو مسولیتونه او په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي د پخواني شوروي اتحاد او تېر ۲۰ کلن یرغل پر مهال د فاریاب ولایت د خلکو د نه ستړې کېدونکې مبارزې، هڅو او قربانیو یادونه او ستاینه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت د برېښنا بندونو، نښلوونکو لارو او ورته نورو انکشافي پروژو پیلولو لپاره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
یادو مشرانو د اسلامي نظام د ارزښتونو د پیاوړتیا او ساتنې، د امنیت د ټینګښت، د خلکو ترمنځ د یووالي ساتلو او عدالت پر تحقق خوښي ښودلې او ویلي یې دي، په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو او دا خپل اسلامي مسولیت بولي.