اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ثور اوومې کودتا او د کمونیستانو له خوا د افغانستان پر سپېڅلي حرمت یرغل غندلی او د ثور اتمه یې د هېواد تاریخي ازادي او د ویاړ ورځ بللې.
په اعلامیه کې راغلي، ”له نن نه پوره ۴۷ کلونه وړاندې د ثور په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي تيري لپاره زمینه برابره شوه.
دا کار د دې لپاره وشو، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله کمونيستي مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود. په ميړانه يې پوره ۱۴ کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) خپله ازادي او استقلال تر لاسه کړ.“
دا ورځې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې اسلامي امارت خپلو موخو ته، چې د وطن د خپلواکۍ بېرته اخیستل، یووالي او اتفاق راوړل، ګډوډي له منځه وړل او شرعي نظام پلي کول وو، رسېدلی دی.
په اعلامیه کې راغلي،” اسلامي امارت د ثور د ۷مې کودتا او ورپسې زموږ په پاک حریم کمونیستي تاړاک غندي او د ثور ۸مه بیا د خپل هېواد د ازادۍ او افتخار تاریخي ورځ او لوی الهی نعمت بولي، چې باید شکر یې ادا کړو“.
هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلي خلک خوښ و، چې د خپل ۱۴ کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په هېواد کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه خاورې شول.
اسلامي امارت د ثور د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو یوځل بیا یادونه کړې، لکه څرنګه چې اسلامي نظام د خپل هېواد د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره رامنځته شوی و، هغې موخې ته رسیدلی، اوس د دې وخت دې چې د خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو با ثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټی او ژمن واوسئ.