ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران په بندر عباس کې چاودنه؛ تر اوسه ۱۴ کسان مړه او ۷۵۰ نور ټپيان دي

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، چې د بندر عباس په رجايي بندر کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی او شاوخوا ۷۵۰ نور کسان ټپيان شوي دي. ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

چارواکي وايي، چې ۲۰۰ ټپیان له روغتونونو رخصت شوي او ۳۰۰ نور لا هم بستر دي.

د راپورونو له‌مخې، د چاودنې سیمه کې لاهم اور لګېږي او د ژغورنې ډلې یې د مهارولو هڅه کوي.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې. ایراني رسنۍ وايي، چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوې دي.

ویل کېږي، چې ځینې کارکوونکي لا هم تر نړېدلي چت لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

پرون شنبه د ایران د بندر عباس په رجايي بندر کې زوروره چاودنه وشوه.

د ایراني چارواکو له قوله، دا چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې.

عیني شاهدانو ویلي، چې لومړۍ اور ولګېدو، خو د ۴۰ سانتي ګرېډه تودې هوا له کبله په چټکۍ خپور او د چاودنو لامل شو.

د راپورونو له مخې، پېښه دومره لویه وه، چې تر ۵۰ کیلو مترۍ یې زیانونه اړولي دي.