د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندر عباس ښار کې د پرون شنبې ورځې چاودنې له امله د یاد هېواد له حکومت، ملت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره غمشریکي څرګنده کړې او هغوی ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت او ملت په دې غمیزه کې د ایران ترڅنګ ولاړ دي او خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.
پرون شنبه د ایران د بندر عباس په رجايي بندر کې زوروره چاودنه وشوه.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وايي، چې د دې چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی او شاوخوا ۷۵۰ نور کسان ټپيان شوي دي.