د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو د مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ په ياد معينيت کې د سياحتي او توريستي شرکتونو له مسولینو سره د همږغۍ ناسته شوې.
په دې ناسته کې مولوي قدرت الله جمال، د ګرځندوی رياست ریيس مولوي حاجي محمد طیب او د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې ریيس او مسولينو ګډون کړی وو.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال ویلي؛ د سياحتي او توريستي شرکتونو لپاره د جوازونو د وېش یوه اداره معلومه شوه، تر دې وروسته به یاد شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند د ګرځندوی رياست څخه د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي، چې دا جوازونه په ځانګړي بارکوډ سره سنبال شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د يوه نورم له مخې به د یادو شرکتونو لپاره د هېواد په کچه يوه ځانګړې اتحاديه رامنځته شي، چې د رهبرۍ هيئت او مشرتابه پلاوي به ولري.
ښاغلي جمال ویلي؛ ټول سياحتي شرکتونه باید له دې اتحاديې سره ځان ثبت کړي، سياحتي او توريستي شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملاتړ له ځانه سره لري، چې د دوی د فعاليتونو او کړنو څخه وخت پر وخت څارنه او ارزيابي کوي.
ورپسې د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې ریيس او مسولينو په خپل وار سره د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات او شته ستونزې شريکې کړې دي، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري ورته د ستونزو د حل کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.