ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حج بعثې اعضاوو او مسولینو لپاره جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج بعثې د غړو لپاره درې ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار چې د شیخ نورمحمد ثاقب په لارښوونه او څارنه کابل کې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، په یاد ښوونیز او روزنیز سیمینار کې د افغانستان د حج بعثې غړو او مسولینو د خپلو دندو او اداري مکلفیتونو په اړه ژور پوهاوی او عملي مهارتونه ترلاسه کړل.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د سیمینار له لارې هڅه شوې، چې د بعثې د بېلابېلو برخو او کمېټو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي، د حج چارو د ښه تنظیم لپاره یو تګلوری رامنځته شي او د بعثې ټول غړي له هغو اصولو، کړنلارو او مقرراتو سره په بشپړه توګه اشنا شي.

د سیمینار په وروستۍ ورځ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ زرمحمد حقاني، د مرکز او ولایاتو یو شمېر رییسانو، د سیمینار استادانو او د افغانستان د حج بعثې ټولو غړو ګډون درلود.

شیخ زرمحمد حقاني د حاجیانو خدمت ستر مسولیت او د لوی اجر او ثواب سبب یاد کړی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حاجیانو د خدمت ترڅنګ حرمینو شریفینو د ادابو رعایت باید په درناوي، عاجزۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره شي، ټولې کمېټې باید خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي او ټاکل شوي مقرارات په پام کې ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه درې ورځني سیمینار کې د حج بعثې ټولو اعضاوو ته د ارشادي او دیني موضوعاتو ترڅنګ د بېلابېلو کاري کمېټو لکه ترانسپورټ، تغذیه، روغتیا، تسکین، ترحیل، مفقودینو، بهرنیو اړیکو، کلتوري او نشـراتي او هوایي ډګرونو کمېټو اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.