د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد احمدزي د کارموندنې خصوصي شرکتونو د ټولنې له رییس نورالله فدوي او نورو استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې نورالله فدوي د خپلو فعالیتونو، لاستهراوړنو، راتلونکو پلانونو، ستونزو او ننګونو په اړه معلومات شریک کړي دي.
نوموړي همداراز د بیکارۍ د کچې د ټیټولو، ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري زمینو د برابرولو، غيرقانوني کډوالۍ څخه د مخنيوي، بهر هېوادونو ته د مسلکي کاریګرو د لېږد او هلته له پخوا مېشتو افغان کاریګرو د ستونزو د حل پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې کړي دي.
مولوي محمدزاهد احمدزي د کارموندنې د خصوصي شرکتونو لاسته راوړنې او فعالیتونه ستایلي او ويلي یې دي؛ ستاسو د همکاریو او نږدې همغږیو سره د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې له کاریګر منونکو هېوادونو سره تر هوکړو وروسته؛ په قانوني او شفاف ډول د مسلکي کاریګرو لیږد پروسه شروع کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې برخه کې ډیر دقت او هلو ځلو ته اړتیا ده، هېلهمن یو چې له دې بهیر سره په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه او ځوانانو ته په بهر کې د کار زمینه برابره شي.