ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د کابل ښاروالۍ ریاست کړنې او لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نږدې څلورو کلونو پرمهال د کابل ښاروالۍ ریاست توانېدلی چې له خپلې داخلي بودیجې د ښاري سړکونو، ویالو او کانالونو جوړولو، د عامه ترانسپورټ لپاره د زیربناوو برابرولو، د ښاري پراختیا، ښاري زیربنا او د ښاري ودانیو جوړولو لپاره پلان جوړ او عملي کړي.

یاد ریاست په بېلابېلو برخو کې د (۳۰۲) کیلو متره سړکونو، (۲۳.۸۵) کیلو متره کانالونو او د موټر د تګ راتګ په موخه د ۴ پلونو د جوړولو لپاره د سروې او ډایزاین چارې ترسره کړي.

د کابل ښاروالي زیاتوي؛ د (۳۱۱.۸۷) کیلو متره عمومي او فرعي سړکونو پراختیا او جوړونه، کابل ښار کې د (۳۸۱۱۰۷) متره مربع سړکونو بیا رغونه د (۳۸۶۱) متره پلونو او پلچکونو رغونه، د زرګونه متره کانالونو او لښتیو جوړول، له ۴۰ څخه د زیاتو ټولګټو ودانیو ابادول، ۱۸۸۵۰ څراغونو نصب او فعالول، د۶۵۲ کنټرول او میټر بکسونو نصبول، د ۹۰.۱۲ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونو رنګول، د ۲۰۶۸ موانعو راټولول، د۴۷۰ کیلو متره سړکونو لپاره د خط لاین جوړول، د ۱۶۹ فلزي دروازو پرې کول او راټولول، د کابل ښار د عمومي، فرعي او کوڅو سړکونو لپاره د ۳۶۱.۸۰۱ کیلومتره سړکونو د ترتیب ډیټابیس جوړول، د مخابراتي شرکتونو، د اوبو رسولو ادارې، انفرادي کندن‌کارۍ په برخو کې د دوامداره څارنې ترسره کول او د سلګونو ټولګټو پروژو پلي کول یې نورې مهمې لاسته راوړنې دي.

همدا راز د کابل ښاروالي له ۲۲ ناحیو څخه د (۱۷۲۳۹۷۳) ټنه کثافاتو لېږد، د (۵۲۱۶۶۸۷) بېلابېلو ډول نیالګیو کېنول او روزل، له نرخ‌پاڼو د سرغړونې له امله د (۶۴۹۰۰) دوکانونو تړل، د (۳۷۸۷) بې جوازه صنفي واحدونو او (۳۸۷۵) احتکارکوونکواصنافو پېژندنه، (۳۸۳۵۱) کیلوګرامه د تلو لپاره کارېدونکي د غېرې معیارې وزنونو راټولېدل او کابل ښار کې د ۲۵ څلورو لارو ښکلي کول د خپلو مهمو کړنو برخه بولي.

یاد ریاست زیاتوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې څخه بیا د ۱۴۰۳ کال د کب تر میاشتې پورې یاده اداره توانېدلې چې ۱۷ میلیارده ۸۴ میلیونه او۷۲۸ زره افغانۍ عوایدو راټول کړي او په بېلابېلو ناحیو کې (۸۴۸۴۳) متر مربع استملاکي ځمکې په نښه کړي.