د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا میشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي پکتیا ولایت ته سفر کړی، ترڅو له ځایي چارواکو سره د کډوالو لپاره د دارالقرار ښارګوټي د جوړېدو د عملي کارونو په اړه خبرې وکړي.
په دغه سفر کې، چې د قطر سرې میاشتې استازو هم ګډون درلود، د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد، د نوموړي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین او یو شمېر نورو ولایتي رییسانو سره د یاد ښارګوټي اړوند په مهمو تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي.
دا ښارګوټی د قطر سرې میاشتې په همکارۍ په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ١٠٠ اساسي کورونه، مسجد، مدرسه او شنه تفریحي سیمه به ولري.
یاد پلاوي د پکتیا ولایت د مرستیال والي او اړوندو مسولینو په ملتیا د ښارګوټي ټاکل شوې ساحه له نږدې څارلې او د پلي کېدو لپاره یې لازمې مقدماتي ارزونې ترسره کړي دي.
د مسولینو په وینا، دا پروژه به نه یوازې د کډوالو لپاره د سرپناه بلکې په کاري فرصتونو او اقتصادي پرمختګ کې به هم مهمه ونډه ولري.