ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدنې دايمي ښارګوټي پرانيستل شول

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون له لوري په کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدنې ښارګوټي پرانيستل شول.

په دې پرانیستل شویو ښارګوټو کې د اوسېدنې لومړنۍ ټولې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.

د دغو ښارګوټو د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ریيس مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزير مولوي حمد الله نعماني او د اړوند ولايتونو سميه ييز مسولينو ګډون کړی و.

د يادو ښارګوټو د پرانيستو په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ اسلامي امارت د خپلو امکاناتو اړوند پرلپسې په زور راستنېدونکو کډوالو ته خدمات وړاندې کړې دي او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ هڅه کوو، چې راستنېدونکو افغانانو ته په خپل هېواد کې د اوسېدنې باعزته او هوسا فضا رامنځته کړو.

ښاغلي حنفي د هېواد پر ټولو شتمنو وګړو او خيريه موسيسو غږ کړی، چې په دې سخت وخت کې د راستنېدونکو کډوالو لاسنيوی وکړي او ورته د اسانتياو په رامنځته کولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

ياد ښارګوټي د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ په درې زره او ۷۴۰ جريبه ځمکه کې، د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ په درې زره او ۱۰۰ جریبه ځمکه کې، د جوزجان ولايت د مرکز په دوه زره جريبه ځمکه کې، د سرپل ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په یو زر او ۲۴۷ جريبه ځمکه کې، د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په څلور زره جريبه ځمکه کې پرانيستل شول، چې د کور او ښار جوړونې وزارت د انجينرانو له خوا په معياري ډول ډيزاين او د اوسېدنې ټولې لومړنۍ اړتياوې، لکه جومات، مدرسه، ښوونځی د څښاک اوبه او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې پکې نيول شوې دي.

يادې ځمکې به د يوې شفافې پروسې له مخې مستحقو راستانه شويو کډوالو ته ووېشل شي.