ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس: د نړیوالو همکاریو جلبولو په برخه کې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره ګډ کار کوو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان  (FAO)له رییس ریچارډ ټرېنچارد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس هر کلی کړی او په افغانستان کې یې (FAO)فغالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د مثبتو لاسته راوړنو په موخه باید ګډ اقدمات ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان خلک تېرو جګړو او په وروستیو کې اقلیمي بدلون سخت ځپلي دي، موږ غواړو چې له نړیوالو او ملي موسسو سره په ګډه او همغږي توګه کار او د خپل ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ دا اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو ارګانونو او موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

ښاغلي خالص څرګنده کړې، کوښښ کوو چې له سفیرانو او نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، ترڅو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.

ښاغلي خالص د FAO له رییس غوښتنه کړې، چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سفرونو د تنظیم په برخه کې د مالي امکاناتو برابرولو او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC-3) چمتو کولو په برخه کې دې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي، ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

مولوي مطیع الحق خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ په شمول په نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان حکومت استازو د ګډون زمینې په برابولو او کاپ ٣٠ کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ویلي، خوشبختانه د پخوا په پرتله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅې په ملي او نړیوالو مجلسونو کې مطرح او په اړه یې مثبتې خبرې کیږي.

نوموړي ژمنه کړې، چې FAO له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي.

ریچارډ ټرېنچارد ویلي، د دې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې وندې سند د چمتو کولو  په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو په ګډ کار، همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.