د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس آنند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي حالاتو په تړاو خبرې شوې.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.
ښاغلي آنند پرکاش ویلي، هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله مند دی، چې په مختلفو برخو کې اړیکې نورې هم پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي، چې په ځینو زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، چارې يي بېرته پیل کړي.
په پای کې دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا د پلاوو پر تګ راتګ او د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو راوستلو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.