د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې راستانه شویو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د نورو په څېر د فاریاب خلکو هم د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره بې درېغه قربانۍ ورکړي، چې نن دا دی په وحدت او اخوت کې سره ژوند کوو.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ تېرې ۲۰ کلنې دورې په افغانستان کې د باثبته اقتصاد، زیربنا او د هر اړخیز فساد مخنیوي برخه کې هېڅ نه دي کړي، خو اسلامي امارت د هر څه لپاره کلک هوډ او تصمیم شته چې خلک یې په ورځني ډول د پایلو لیدونکي دي.
نوموړي ویلي، امارت د افغانستان راتلونکې ته پام کوي او په دې فکر کې دی چې څنګه هېواد اباد کړي.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ اسلامي امارت د کډوالو سربېره د کونډو، یتیمانو او بې وزله اقشارو پالنه او خدمت کوي.
ښاغلي نعماني همداراز ویلي، د اقتصادي جهاد او خپلواکۍ د باثباته کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هېواد کې حاکم اسلامي نظام توانیدلی، چې د بېلابېلو قومونو، ژبو، دودونو او سمتونو ترمنځ یووالی راولي او ظلم او فساد ختم کړي.
د فریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي په یاد ولایت کې د ځمکو د وېش پر بهیر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، شپه او ورځ به د خپلو خلکو خدمت ته ملا وتړي او نور به هم وهڅوي چې د خپلو کډوالو ورونو لاسنیوی وکړي.
د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې کډوالو لپاره په څلور زره جریبه ځمکه کې ښارګوټي جوړ شو، چې دوه زره او ۶۲۰ استوګنیزې نمرې لري او په ټوله کې ۳۰ ډوله تاسیسات په کې په پام کې نیول شوي دي.